ګردېز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): په
پکتيا کې ډېری شخصي روغتونونه، د بېلابېلو برخو صحي کلينيکونه، درملتونونه او د درملو واردوونکو کمپنيو د استازو دفترونه له
قانوني اسنادو پرته فعاليت کوي.د پژواک خبري اژانس د پلټنو له مخې، اوسمهال د دغه ولايت د نهو شخصي روغتونونو له ډلې پنځه او د درملو له واردوونکو ۲۵ کمپنيو څخه ۱۹ يې د فعاليت جوازونه نه لري.
په ګردېز کې د شته شخصي کلينيکونو له ډلې يوازې دوه د فعاليت رسمي جواز لري او له ۴۷ لابراتوارونو ۳۱ یې جواز نه لري.
همدارنګه په ۲۷۵ درملتونونو کې ۱۰۷، په ۶۴ شخصي معاينه خانو کې ۳۵ او د غاښونو په ۳۸ کلينيکونو کې ۲۶ د فعاليت کولو قانوني جوازونه نه لري.
پر دې سربېره په ګردېز ښار کې د اکسرې ۱۳ کلينيکونه شته چې ټول يې بې جوازه دي او د درملو د ۱۵ عمده پلورنځيو له ډلې بيا يواځې دوه يې جواز نه لري.
نو د پورتنيو شمېرو له مخې، په پکتيا کې شاوخوا اويا سلنه
روغتيايي مرکزونه له قانوني اسنادو پرته فعاليت کوي.
خلک د روغتيايي مرکزونو خپلسری او ناکنټروله فعاليت د سختې اندېښنې وړ بولي او وايي چې د دې ډول فعاليتونو له امله ناروغان د ښه کېدو پر ځای لا پسې ناروغېږي.
د ګردېز یوه اوسېدونکي انجنير وحيدالله پژواک ته وويل چې پرته له اسنادو فعاليت کول، د خلکو له ژوند سره لوبې دي.
وحيدالله وايي: ((غير مجوز يانې قانوني جواز نه لري، قانون ته مسوول نه دي او هر څه يې چې زړه وغواړي، Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 315 تاريخ : سه شنبه 24 بهمن 1396 ساعت: 17:57